اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي)مشر حريت قائد سيد علي ګېلاني د جمو او كشمير د مزاحمتي تاريخ د لوړې پاې شخصيت ؤ ٬هغه په مقبوضه سيمه كښې د آبادۍ تناسب بدلولو٬د كشميريانو په زمكو د قبضې٬د هندي ځواكونو او كشميري پنډتانو لپاره د جلا كالونو جوړولو ٬ د كشميريانو د وسيلو لوټ كولو٬د ډوميسائل د نوي قوانين اجرا٬د اسمبلۍ د حلقه بندۍ٬د ټاكنو نه وړاندې د درغلۍ او هندي وګړو ته د ووټ حق وركولو پشان هندي اقدامات د وړاندې نه په ګوته كړې وو۔د كشمير مېډيا سروس له مخې سيد علي ګېلاني د مشهورې نعرې مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے خالق ؤ كومه چې د نړۍ په هر هغه ګوټ كښې اورېدلې كېږي چرته چې كشميريان آباد وي۔د كشمير لپاره د هغه د هڅو په نتيجه كښې نن هر يو كشميرے سيد علي ګېلاني جوړ شوے۔د هندي جبر په ضد د بهادرۍ٬حوصلې٬مزاحمت علامت سيد علي ګېلاني خپل ټول ژوند په جمو او كشمير كښې د رائے شمېرنې منصفانه مقصد په ملاتړ كښې تېر كړے۔سيد علي ګېلاني په مقبوضه كشمير د هند د ناجائزه قبضې په ضد يو قوي غږ ؤ او په دې وجه سيد علي ګېلاني د هندي چارواكو ستمونو سره مخ شوے او كلونه كلونه يې په زندان كښې ساتلے ٬هغه تېر كال د هند پوليس په حراست كښې د ستمبر په وړومبۍ نېټه شهيد شوے ؤ ۔
سيد علي ګېلاني جمو او كشمير كښې د هند وګړو ته د ووټ حق وركولو غوندې ناوړه اقدامات ډېر د وړاندې نه په ګوته كړی وو۔ كے اېم اېس
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں