په هيواد كښې به د يوريا سرے يو ډول بيعې نافذ كول وي٬ د نه ټيټولو په صورت كښې به حكومت بيعې فكس كړي۔رانا تنوير حسين


اسلام آباد۔08 مئی(اے پی پی)د صنعت٬پیداوار او فوډ سكيورټي وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي چې د كروندګرو آسانيو لپاره به په هېواد كښې د يوريا سرے يو ډول بيعې نافذ كول وي٬ د نه كمولو په صورت كښې به حكومت بيعې فكس كړي۔ د سرے كمپنو ته كروندګرو څخه د ناجائزه منافعې اخستلو اجازه نه شو وركولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د فرټيلائزر ريويو كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د اېف اېف سي٬ اينګرو٬ فاطمه فرټيلائزر كمپنۍ او د كروندګرو اتحاد استازو٬ د صنعت او پېداوار وفاقي سېكترانو او د څلورو واړو صوبو د كركيلې سېكترانو ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل چې د سرے كمپنو ته د كروندګرو څخه د ناجائزه منافعې اخستلو اجازه نه شو وركولې٬ فرټيلائزر كمپنۍ د كروندګرو د ستونزو ادراك كولو نه غېر د سرے بيعې زياتوي٬ د سرے كمپنۍ دې په دې وروستيو كښې د يوريا سرې زياتې كړې بيعې بېرته واخلي۔ ۔ده ووئيل د بيعو بېرته اخستلو يوه بله موقعه وركوو٬ د نه كمولو په صورت كښې به حكومت بيعې فكس كړي۔