پېنډي 12جون (اے پي پي) سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د سيالكوټ او كوټلي دوره كړې۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر په سيالكوټ كښې د كور ليول وار ګيم په وروستۍ سېشن كښې ګډون كړې۔په دې موقع جنرل قمر جاوېد باجوه ته د پيرا ميټر منصوبه بندۍ او د مشق طريقې په اړه بريفنګ وركړې شو۔سرلښكر د رامينځ ته شويو خطرو په تناظر كښې سباؤن لپاره د جامع منصوبه بندۍ او د آپرېشنل غبرګونو د طريقو ستائنه وكړه۔سيالكوټ ته په رسېدو كور كمانډر لېفټيننټ جنرل سيد عاصم منير د سرلښكر هركلے وكړو۔سرلښكر د كور ليول فيلډ مشق تكسير جبل په پاې كوټلي سره نزدې د فيلډ ټريننګ ايريا دوره هم وكړه۔سرلښكر ته د روان مشق په اړه بريفنګ وركړے شو۔سرلښكر په مشق كښې شريكو ځوانانو سره خبرې اترې هم وكړې۔د دوي د خوارۍ لوړې حوصلې او د وظيفائي پوهې ستائنه كولو سره سرلښكر د مشق په كولو د اطمينان څرګندونه وكړه۔د بري پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د خطرې د ارتقا له مخې حقيقت پسندانه او د سباؤن تربيه لازمي ده۔كوټلي ته په راتګ كور كمانډر لېفټيننټ جنرل اظهر عباس د سرلښكر هركلے وكړو
سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د سيالكوټ او كوټلي دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری