ډاكټر ملك مختار احمد بهرته او سېنېټر عائشه رضا فاروق د اېن اي او سي دوره وكړه


اسلام آباد 27جون(اے پی پی)د وزيراعظم د نېشنل هېلت سروسز كوآرډينېټر ډاكټر ملك مختار احمد بهرته او د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن سېنېټر عائشه رضا فاروق د چوكۍ سنبهالولو نه پس د زيارت په ورځ د نېشنل ايمرجنسي آپرېشنز سينټر(اېن اي او سي)دوره وكړه۔د اېن اي او سي ډلې ډاكټر ملك مختار احمد بهرته او سېنېټر عائشه رضا فاروق ته د پوليو وائرس موجوده صورتحال٬ د سږ كال كيسز او مثبت ماحولياتي نمونو شمېرو ٬پوليو سرويلنس او راتلونكې اونۍ د پوليو مخ نيوي كمپائن تفصيلات په اړه خبر كړل ۔اېن اي او سي كښې د غونډې مشرۍ كولو سره ډاكټر مختار احمد بهرته د سېنېټر عائشه رضا فاروق په نوو ذمه وارو هركلے وكړو او وې وئېل وزيراعظم هغه د پوليو مخ نيوي پروګرام او وزيراعظم دفتر ترمينځه نيغ په نيغه همغږي لا ښه كوولو لپاره مقرر كړې۔ده ووئيل د پاكستان حكومت د پوليو خاتمې روانو هڅو مشري كوي او تاسو ته به په هر ګام د روغتيا وزارت بشپړه ملاتړ ترلاسه وي۔په دې موقع سېنېټر عائشه رضا فاروق ووئيل د پاكستان وزيراعظم په هېواد كښې د پوليو كيسز شمېره كښې په زياتوالي تشويش لري او هم دا وجه ده چې ماته ئې مهمه ذمه واري راپغاړه كړې دغسې چې مثبت او تل پاتي پېشرفت باوري كړے شي۔دې ووئيل د پوليو پروګرام په تېر وخت كښې ډېر ښه كار كړے او زه په دې خبره باور لرم چې دا ډله په هر لحاظ سره يو ښه ډله ده څوك چې دا كار كولې شي۔اېن اي او سي كوآرډينېټر محمد انوار الحق د سېنېټر عائشه فاروق هركلے وكړو او ووئېل يې چې د پوليو خاتمه كښې رامخې ته شوي خنډان لرې كولو لپاره حكومت او شراكتدار په ګډه د يو نوي عزم سره كار كوي او په دې سيمو كښې چرته چې وائرس مسلسل موجود دے هلته زيات پام سره كار روان ساتلې شي۔عائشه رضا فاروق د نهې په ورځ د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن مقرر كړې شوه۔دې وړاندې هم د كال 2013 نه تر 2018 په دې حقله وظيفه ترسره كړی۔