بجټ كښې به د پاکستان بزنس کونسل د وړاندېزونو شاملولو هڅه كوو ۔ د خزانې وزير محمد اورنګزېب پلاوي سره ملاقات كښې خبرې


اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئيلي دي د كال 25-2024 په وفاقي بجټ كښې به د پاکستان بزنس کونسل د وړاندېزونو شاملولو هڅه كوو ۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاکستان بزنس کونسل پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ د پلاوي مشري د کونسل چئيرمېن شبير ديوان كوله۔ په دې موقع د خزانې دوهم وزير علي پروېز ملك، د فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) چيئرمېن ملك امجد زبير ټوانه هم موجود وٶ۔ پلاوي د هېواد د معيشت استحکام لپاره د حکومت د روانو هلو ځلو ستائنه وكړه او د خزانې وزير سره ئې د وفاقي بجټ پحقله په مختلف تجويزونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع پلاوي وفاقي وزير ته د ټېكسونو په اړه تجويزونه هم وركړل٬ دغسې وفاقي وزير د پاکستان بزنس کونسل د زيركتيا اعتراف وكړو او د دوي د تجويزونو او سفارشاتو ئې مننه وكړه