لاهور 13 مئي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د خالي په ورځ جناح هاؤس،سی ایم ایچ او سروسز روغتون دوره وكړه۔په دې موقع هغه سره د پنجاب نګران وزیر اعلی محسن نقوی هم وو۔وزیر اعظم سروسز روغتون كښې د بستر ډی آئی جی علی ناصر رضوی پشمول د نورو پولیس افسرانو او ژوبل اهلكارو تپوس پوښتنه وكړه او د روغتون انتظامیي ته ئې د ژوبل كسانو لپاره ښه طبی آسانيو وركولو سپارښتنه وكړه۔ډی آئی جی علی ناصر رضوی هم د پی ټی آئی كارمندانو تخريب كارۍ په مهال ژوبل شوې ؤ۔په دې موقع وزیر اعظم سركاری املاك ته په زيان رسولو د غم ړد څرګندوني سره غندنه وكړه ۔ ده ووئيل پی ټی آ ئی د احتجاج په بهانه ترهه ګري كړي،دا ترهه ګري او د هېواد دښمني ده كومه به چې په هيڅ صورت كښې نه شي قبلولې،دې ته آئینی او جمهوری احتجاج نه شي وئيلي كيدې۔ده ووئيل د دغه ټولو تخريب كارو په ضد به سخته كاروائي كولې شي او دوي سره به هيڅ ډول رعايت نه شي كولې،د هر يو بريد كونكي شناخت كولو سره به هغه له د قانون له مخې سزا وركولې شي۔ محمد شهباز شریف د شهيدانو او غازیانو د یاد ګارونو ، حساس ادارو، ودانو او جناح هاؤس د بے حرمتۍ سخته غندنه وكړه
وزیر اعظم محمد شهباز شریف د جناح هاؤس،سی ایم ایچ او سروسز روغتون دوره، د بستر ډی آئی جی پشمول د نورو ژوبل كسانو تپوس پوښتنه
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری