سکھر 05 اپریل (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي چیئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي شهید بھټو هېواد يو نړيوال قوت جوړولو خو هغه د لاري څخه اخوا كړے شو، بینظر بھټو شهیده كړې شوه،تر نن ورځې مونږ انصاف ته سترګي په لاره يو۔ ده د رانی پور سره نزدې ګمبټ كښې د هیلتھ سټی د بنياد تيګه اېښودلو دستوري ته وينا كوله۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د شورو په ورځ ګمبټ كښې د پاکستان وړومبي د پړپوس پیوندکارۍ ادارې پرانسته وكړه او د هېواد د وړومبنۍ هیلتھ سټی او داروګانو یونټ د بنياد تيګه ئې كېښوده۔د ګل په ورځ عبدالقادر شاه جیلانی انسټی ټیوټ آف میډیکل سائنس ګمبټ كښې د نوو پروژو افتتاحي دستورې ته وينا كښې د پی پی پی چیئرمېن ووئيل د سندھ حكومت د يو نړيوال معیار میډیکل انفراسټرکچر جوړ كړے ،كوم چې د نورو صوبو څخه ډير وړاندې دے۔ده وووئيل ګمبټ انسټیټیوټ صوبائی نه بلکه حقیقی معنو كښې يوه قامي اداره ده،چرته چې د نورو صوبو نه علاوه آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان څخه هم رنځوران راځي۔ده ووئيل د سندھ او د سندھ حکومتِ دومره کردار کشی شوې چې وګړي د ګمبټ په شان ادارو جوړولو او په کارکردګی هم اعتبار نه كوي۔ چیئرمېن بلاول بھټو زرداری ووئيل سیاسی ګوندونو له اسپیس وركړے كېږي او كه د كركې ، تقسیم او سپكو سبورو سیاست په ځاے د ډلیوری، نظریه او يا د منشور په سیاست مقابله وكړې شي نو نو دا به د هېواد او قام لپاره ګټه وي۔ده ووئيل افسوس چې دلته طاقتورې طبقې د هر نسل سره لوبې كړي۔ده تاریخی حواله وركولو سره ووئيل شهید ذوالفقار علی بھټو هېواد نړيوال قوت جوړولو او د هغه په دور كښې د نړۍ په وړاندې يو داسې پاکستان ؤ كوم چې به د لويو لويو طاقتونو ترمينځه روغه جوړه کوله۔ده ووئيل كله چې شهیده محترمه بینظیر بھټو وزیراعظمه وه ، نو د نړۍ وزيراعظمان او صدران به د پاکستان وزیراعظمي نه شاته ګرځيدل۔ده ووئيل كله چې شهیدې محترمه بینظیر بھټو هېواد مشري كوله، نو هیلری کلنټن په شان شخصیات به هم د هغې يو لاس ليك اغستو له په قطار كښې انتظار کولو۔ د پی پی پی چیئرمین ووئيل صدر آصف علی زرداري هېواد تر ټولو لوي طاقتور سویلین صدر ؤ،خو هغه خپل ټول اختیارات پارلیمان له وركړي ۔ده ووئيل د پاک چین اقتصادي راهداري كومه چې د پاکستان د معیشت لويه كاميابي ده، د هغې بنیاد صدر آصف علي زرداري اېښودے ؤ۔ د تاریخی پس منظر تر مخه وړاندې چیئرمین پوښتنه وكړه چې د دې ټولو خدماتو په ځواب كښې څه ترلاسه شو ؟ د دې په ځواب كښې ده ووئيل هم دې عدالتونو قائدِ عوام په سولۍ كړو او تر نن ورحې د چا خيال هم نه راځي چې قائدِ عوام سره به انصاف وكړے شي۔ټول پاکستان ته لیکچر وركوونكې څوك کرپټ او څوك سسیلین مافیا دې۔ده ووئيل د شهیدي محترمه بینظیر بھټو نه پس ما پخپله دغه عدالتونو ته درخواست كړے چې د قائدِ عوام نمسے يم ، ستاسو په وړاندې د زیرالتواٰ صدارتی ریفرنس برخه جوړيدل غواړم خو تاسو دا كيس واورې خو تر نن ورځې كوم جج د شهید ذوالفقار علي بھټو کیس نه دے اوريدلے۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل نن د پخواني اسټیبلشمینټ پشمول ټول مني چې هغوي په آئین او جمهوریت ډاکه اچولو سره په غیرآئینی ډول عمران خان په قام مسلط کړے ؤ ۔د پی پی پی چیئرمېن خبردارے وركړو چې د تخت لاهور جهګړه ټول هېواد ته زيان رسولے شي۔د پی پی پی چیئرمېن د سندھ وزیراعلیٰ ته سپارښتنه كښې ووئيل د سندھ حكومت دې د خپل اولسي مینډیټ ترمخه خپلي ذمه وارۍ او كار روان اوساتي۔په دې موقع د سندھ وزیراعلیٰ سيد مراد علی شاه، وفاقی وزیر سید خورشید شاه، پخوانے وزیراعلیٰ قائم علی شاه او نور لارښود هم موجود وو۔
شهید بھټو هېواد يو نړيوال قوت جوړولو خو هغه د لاري څخه اخوا كړے شو، بینظر بھټو شهیده كړې شوه،تر نن ورځې مونږ انصاف ته سترګي په لار يو ۔ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ګمبټ كښې د هیلتھ سټی د بنیاد تيګې اېښودلو دستوري ته وينا
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ