اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د تېر حكومت د بدتره معاشي پالېسو او عاقبت نااندېشې له امله ډېر لوي معاشي چېلنج سره مخ يو، معيشت سنبالولو لپاره به د زړورو پرېكړو څخه ډډه ونه كړو، د شپې ورځې محنت سره به قوم د معاشي كشالو نه راوباسو، ښه وخت به راځي. د نهې په ورځ د كابينې د غونډې نه پس وزيراعظم ووئي?? چې قوم له بده مرغه د تېر حكومت د بدتره معاشي پالېسو او د عاقبت نااندېشې نتيجو سره مخ دے، دا ډېر لوي معاشي چېلنج دے كوم چې مونږ ته په مېراث كښې پاتې شوے. وزيراعظم ووئي?? چې پخواني حكومت تللو سره د پېټروليم بېعې كومو چې په ټوله نړۍ كٍښې اسمان سره خبرې كولې، كمولو سره راتلونكي حكومت لپاره جال خپور كړے. د بدنيت په بنياد اقدام و. كه پخوانو واكمنو د اولس دومره درد لرلو نو په درې كاله كښې به ئې كوم ښه مثال جوړ كړے و او د اولس خېر ښېګړې لپاره به ئې څه كړي وو. په نړيواله كچه صورتحال خراب دے او د پېټروليم مصنوعاتو بيعې زياتېږي، مونږ هم په مجبورې كښې بېعې زياتې كړې خو دې سره مونږ 7 كروړه غريب خلقو لپاره د ريليف اعلان هم كړے او د بي آئي اېس پي د لارې 2000 روپې مياشتې د هېواد د كروړونو په شمېر غريب خلقو ته وركولې شي. وزيراعظم ووئي?? چې دا پرېكړه په بجټ كښې په غريب طبقه بوج كمولو لپاره شوې ده. په شتمنو خلقو ټېكس ولګول شو چې دغسې عام وګړې دا احساس ولري چې حكومت د دوي بوج كمولو لپاره اقدامات كوي. وزيراعظم ووئي?? چې هغه هيله لري چې د هېوا?? امير طبقه به زيات ټېكس وركړي او د حكومت ملګرتيا به وكړي. دغسې حكومت به زيات ټېكس جمع كولو سره په غريب اولس خرڅ كړے شي. وزيراعظم ووئي?? چې د مشكلو پرېكړو نه پس به ښه وخت هم راځي. مشكلې پرېكړې زمونږ مجبوري ده. وزيراعظم ووئي?? چې پخواني حكومت آئي اېم اېف سره چې كومه لوظنامه كړې وه پخپله ئې د هغې څخه سرغړونه كړې ده. د لوظنامې پاسداري نه كولو په وجه نن معاشي كشالو سره مخ يو. ده ووئي?? چې د شپې ورځې محنت سره به قوم د معاشي كشالو نه راوباسو
معيشت سنبالولو لپاره به د زړورو پرېكړو څخه ډډه ونه كړو، د شپې ورځې محنت سره به قوم د معاشي كشالو نه راوباسو. وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد