اسلام آباد،نیو یارک۔22مئی(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي زه دا خبره په ډاګه كول غواړم چې د كشمير په اړه زمو??ږ دريځ په ډاګه دے۔ كه عزت سره څوك خبره كول غواړي نو هغه سره به خبره كوؤ بياهم كومه سوده بازي به كولې نه شي۔ مونږ له به دوه اړخيزه اړيكو ته وده ??ركولو له کلچرل ډپلومېسی ت?? پام ګرځول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د نيويارك پاكستان مستقل مشن كښې د پاكستاني كميونټۍ په درناوي كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې منېر اكرم او امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان هم موجود و۔ خارجه وزير خپل خطاب كښې ووئيل زمو??ږ د راتلو مقصد د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په بېړنۍ غونډه كښې په مظلوم فلسطيني اولس د روانو ظلمونو مخنيوي له غږ پورته كول وو۔ د لوئے څښتن په فضل مو??ږ د سيز فائر اعلان په شكل كښې په خپل اولني مقصد كښې كامياب شوې يوو۔ خارجه وزير ووئيل د فلسطين او كشمير مسئله خپلو كښې مماثلت لري۔ كشميرې اولس هم د فلسطيني اولس په ډول ستونزو سره مخ دے۔ هغه ووئيل كه د دوه وروڼو ترمينځه اختلاف وي نو تاسو له به خپل كردار ترسره كول وي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشت?? پاكستانيانو سره خېر ښېګړه كول زمو??ږ د حكومت په اولنو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ هغه ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشت?? پاكستاني كميونټي كردار د ستائنې وړ دے۔ هغه وئيل امرېکن پاکستانی کمیونټی د پاکستان په اقتصادی پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د کورونا وبا په مهال دا اندېښنه وه چ?? د زر مبادلې په شرح كښې به كمې رامخې ته شي ولې د اقتصادي پوهانو تجزيې له مخې د هېواد زرمبادله په شرح كښې 47 فيصده ريكارډ اضافه شوې ده۔ هغه ووئيل مونږ بهر هېوادونو كښې مېشت?? پاكستانيانو ته د ووټ كارولو حق وركولو له هڅې كوؤ۔ خارجه وزير ووئيل مو??ږ د سېلګرۍ او تجارت ودې له اي وېزه رجيم پېل كړے دے۔ وزيراعظم عمران خان د سېلګرۍ حوالې سره نوې پالېسي جوړوي۔ هغه ووئيل يوازې سفير هغه كار نشي كولې كوم چې د كمېونټي په مرسته كولې شي۔ د دوه اړخيزه اړيكو وده ??ښې پاكستاني كميونټي په زړه پورې كردار ترسره كولې شي۔ خارجه وزير ووئيل مو??ږ د زده ??ړو ٬ پن برېښنا او روغتيا په څانګو كښې په بشپړه منصوبو كار كوؤ۔ هغه ووئيل زه نن هم دا په ډاګه كول غواړم چې د كشمير په اړه زمو??ږ دريځ ښكاره دے۔ كه څوك عزت سره خبره كول غواړي نو خبره به ورسره كوؤ۔ هغه ووئيل مونږ له به دوه اړخيزه اړيكو ته وده ??ركولو له كلچرل ډپلومېسي ته وده ??ركول وي۔ پاكستاني كمېونټۍ نيويارك ته په راتلو د خارجه وزير هركلې كولو سره د فلسطين مظلوم اولس لپاره د هغه د هڅو ستائنه وكړه او وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير ته ئې د امن سفارتي مشن په كاميابۍ مباركي وركړه
د كشمير په اړه زمونږ دريځ ښكاره دے۔ كه عزت سره څوك خبره كوي ورسره به خبره كوؤ۔ سوده بازي به كولې نه شي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي پاكستاني كميونټي ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر