اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د سرکاري ادارو بدانتظامۍ په ضد ګړندے او آرزان انصاف وركولو كښې د وفاقی محتسب کردار څخه اولس خبرولو لپاره د كمپائن چلولو په حادجت زور راوړلو سره وئيلي دي د وګړو ګيلې د هغوي په درشل حل کولو په لړ كښې دې د وفاقي محتسب استعداد زيات او د هېواد لري پرتو سيمو ته رسنه پراخه كړې شي، بايد سرکاری اهلکارو د لاسه د زياتي او ناانصافیو ښكار وګړو له په سمدستي توګه ریلیف وركړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د وفاقی محتسب اعجاز احمد قریشی سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د جمعي په ورځ ده سره ملاقات كولو ٬ په دې مهال وفاقي محتسب د ادارې كلن رپورټ 2022 صدر ته وړاندې كړو۔ اعجاز احمد قریشی صدر مملکت ته د كال 2022 په مهال د سرکاری ادارو بدانتظامیو په ضد وګړو له د انصاف وركولو كښې د وفاقي محتسب کردار او کامیابیو په هم تفصيلې خبرې وكړې۔ده ووئيل ادارې ته د 2021 كال 110,398 ګيلو په مقابل كښې په 2022 كښې 164,174 ګيلي راغلي۔ وفاقی محتسب كال 2021 كښې 106,732 ګيلو په مقابل كښې په كال 2022 كښې 157,770 ګيلې لرې كړي كومې چې د 50 فیصده څخه زياتې دې۔ده ووئيل د ګيلو شميره كښې غیر معمولی اضافه او د مقدمو په تندۍ سره ترسره كولو څخه دا څرګنده شوې چې وګړي د محتسب په اداره باور لري كوم چې سمدستي او آرزان انصاف وركوي۔ وفاقی محتسب په دې خبره رڼا واچوله چې د سمندر پورې پاکستانیانو ګيلو لرې كولو لپاره د پاکستان په ټولو هوائي اډو ون ونډو فیسیلیټیشن ډیسك جوړ كړے شوي۔ده ووئيل په كال 2022 كښې د حکومت اړوندو ادارو پشمول نادرا، پاسپورټ آفس، او پی ایف وغیره د اړخه 137,647 سمندر پوري پاکستانیانو له آسانۍ وركړې شوي۔ده ووئيل وفاقی محتسب لري پرتو سيمو كښې ګيله كوونكو له په درشل سمدستي ریلیف وركولو په لړ كښې میرپور خاص، خضدار او سوات سره سره پخوانو قبائلی سيمو کرم او جنوبی وزیرستان كښې دفتري جوړي كړي۔ وفاقی محتسب صدر مملکت د شخړو غیر رسمی حل او د کھلي کچهرو په اړه د خپلو خصوصی اقدامات څخه هم خبر كړو دغسې چې عامو وګړو ته د خذمات وركړه باوري كړې شي
د وګړو ګيلې د هغوي په درشل حل كولو له دې وفاقی محتسب خپله رسنه تر لري پرتو سيمو پراخه كړي۔صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش