اسلام آباد 11اپرېل(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر سره د سيالكوټ كاروباري لارښودو يو پلاوي ملاقات كړے چې پكښې برآمد كوونكو ته په رامخې ته شوو چېلنجونو خبرې شوي۔دا غونډه په اسلام آباد كښې د تجارت په وزارت كښې شوې چې پكښې د سيالكوټ سوداګرې ورورولۍ غړو پشمول صنعت كارو٬برآمد كوونكو او تاجرانو ګډون كولو۔ كاروباري ورورولۍ ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو سره سره برآمدات ته د ودې وركولو په طريقو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع وفاقي وزير سيد نويد قمر د تاجر ورورولۍ تحفظات لرې كولو له د عزم څرګندونه كړې۔هغوي د پاكستان په معيشت كښې د يو مهم شراكتدار په توګه د سيالكوټ كردار اهميت رامخې ته كړو ٬د سيالكوټ كاروباري لارښودو ځينې مسئلې په ګوته كړي چې پكښې د چيمبرز ركنيت مسئلې٬بيورو كريټك خنډان او د ځينې پبلك سېكټرز لخوا د ملاتړ كمے شامل دے۔نويد قمر د دې مسئلو مخ نيوي لپاره ګڼ شمېر اقدامات تجويز كړل۔دغسې پلاوي د سيالكوټ چيمبر او د سوداګرو ورورولۍ لپاره د تجارت وفاقي وزير هڅې هم وستائېلې
د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر سره د سيالكوټ كاروباري لارښودو ملاقات
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری