اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د عمران خان هغه تور او سنه دے پاتي چې نګران حكومت سپېځلې او بې پرې ټاكنې نه شي كولې٬ په كال 2018ء كښې په اېن اے 193 كښې د مسلم ليګ (ن) كوم هم كانديد نه ؤ ٬ تېره ورځ مو دغه حلقې څخه 53 زره ووټونه ترلاسه كړي ٬ په دې د ووټرانو مننه كوؤ چې هغوي په مسلم ليګ (ن) د باور څرګندونه وكړه۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې دې ووئيل وړاندې ګورؤ چې څه كېږي ، د ګھړۍ غلا كونكے په فتح جشن لمانځي او د ماتې خوړولو په صورت د الېكشن كمېشن مخې ته پرلت وهي او تورونه لګوي۔ د عمران خان دا تور او سنه دے پاي شوے چې نګران حكومت سپېځلې او بې پرې ټاكنې نه شي كولې ۔ وفاقي وزيرې ووئيل دا يوه لويه كاميابي ده چې اعتراف يۍ عمران خان كړے ۔ دې ووئيل د يو چوكۍ ووټونو د لارې به په عدالت زور راوړي ٬ دړكې به وركوې او كنځلې به كوې ؟ كه پرېكړه د هغه په حق كښې رانشي نو د ځان په ضد سازش بيا تر چيف جسټس رسيږي ۔ دې ووئيل اولس په هېواد كښې انصاف غواړي ٬ نظريه ضرورت نه۔
د عمران خان هغه تور اوس نه دے پاتې چې لنډ مهاله حكومت سپېځلې او بې پرې ټاكنې نه شي كولې٬ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس