اسلام آباد۔30مئی(اے پی پی) صدرمملکت ډاکټرعارف علوي په دوه ورځنۍ دوره د نهې په ورځ كوئټه ته ورسېد۔ اولنۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي هم صدر مملكت سره ده۔ په ایئرپورټ د بلوچستان ګورنر ملك عبد الولي كاكړ او اعلی صوبائي چارواكو صدر ته هركلې ووې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ته ګورنر هاؤس ته په راتللو د بلوچستان كنسټبلري ډلې ګارډ آف آنر وړاندے كړو۔ وروستو د بلوچستان ګورنر صدر مملكت سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د صوبې په مجموعي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ صدر مملکت به د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال د 34 م نېشنل ګېمز د پايې دستوره كښې ګډون كوي۔ صدر مملكت به د ګډ ګورننس په وده كښې د محتسبين په كردار سيمينار ته خطاب هم كوي۔
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز