اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي پاکستان د معاشی تباهۍ اثرات څخه بهر كېږي،اپرېل 2022 كښې چې مونږ حکومت تر لاسه كړو نو پاکستان دیوالیه كيدونكے ؤ۔ د زيارت په ورځ خپل يو ټویټ كښې د اطلاعات وزېرې مرېم اورنګزیب ووئيل تېر حکومت په تللو كښې خزاني ته د نه برداشت كېدو فیول سبسډی پرېښې وه چې له امله ئې قام ته 100 اربه روپۍ د مياشتي خساره ورپغاړه وه ۔تير كال زمونږ امپورټس 80 اربه او برآمدات 31 اربه ډالره وو،دغسې تېر حکومت د تاریخ تر ټولو لويه 49 اربه ډالره تجارتي خساره پرېښې۔دي ووئيل د ماضي حکومت 17.5 اربه ډالره کرنټ اکاؤنټ خساره لرله ۔پي ټي آئي څلورو كلونو كښې هر كال ریکارډ بجټ خساره لرله ۔ نن د فیډرل، ټریډ او کرنټ اکاؤنټ خسارو پشمول د هېواد معاشی صورتحال كښې ښه والے رامخې ته شوے۔دي ووئيل د شدید معاشي مشکلاتو باوجود مونږ د سېلاب صورتحال مقابله کړې ، د ځپليو مرسته شوې ۔د پي ټي آئي په څلورو كلونو كښې د تاریخی 20 زره اربه قرض ستنولو لپاره مونږ اقدامات كړي۔ دې ووئېل مونږ د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام روپۍ زياتي كړي۔مونږ غريبانو له ويړيا اوړه وركړي دغسې چې په ګرانۍ كښې هغوي ته ریلیف ترلاسه شي
پاکستان د معاشی تباهۍ اثرات څخه بهر كېږي ،اپرېل 2022 كښې چې مونږ حکومت تر لاسه كړو نو پاکستان دیوالیه كيدونكے ؤ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب ټویټ
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر