اسلام آباد۔31 اکتوبر(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په سیمه كښې هند ته د اهمیت ورکولو امریکائي چلند خامۍ لري۔ تمه لرؤ چې امريكا په نيولې شوي كشمير يو ډول پالېسي ولري۔ هند د نازي فلسفې په بنياد چلېدونكے فاشیسټ رياست دے۔ هند چين ٬ بنګلا دېش، سری لنکا او پاكستان لپاره خطر دے۔ دا خبره هغه د المان خپرونې ادارې سر?? مركه كښې وكړه?? د ??ورونا وائرس په اړه وزيراعظم ووئيل چې پاكستان سمارټ لاك ډاؤن سر?? د كورونا وائرس مقابله و??ړه?? د ??اکستان حکومت د کورونا وائرس بشپړه ادراك لري۔ له دې كبله ځينې سيمو كښې مو سخته پالېسي اختيار كړه۔ مونږ د ك??كيلې سېكټر يو وارې بيا پرانستو۔ كنسټركشن سېكټر مو پرانستلو دغسې چې د روزانه په بنيادي مزدوري كوؤنكي ځپل كېدو نه وساتلې شي۔ هغه و??وئيل دا مهال په اونيزو بنيادونو د يو لك 80 زره نه تر دوه لكه كسانو ټېسټونه كېږي او زمونږ اړوندې ادارې ددې جاج اخلي۔ د امريكائي ټاكنو په اړه وزيراعظم ووئيل جوبائیډن په رائې عامه كښې خوښ لارښود په نظر راځي۔ ډونلډ ټرمپ روايتي سياستدان نه دے هغه څه هم كولے شي۔ د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ سر?? د ك??ر په اړه وزيراعظم د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ د امريكا لخوا د هند په تناظر كښې يو ډول رويه ليدل غواړؤ۔ تمه ده چې امريكا په مقبوضه كشمير دواړو هېوادونو سر?? يو ډول پالېسي خپله كړي۔ وزیراعظم ووئيل هند خپلو ګاونډي هېوادونو ته دړكې وركوي۔ امريكا د چين د لاسه هند ته اهميت وركوي?? د ??وې بلې پوښتنې په ځواب كښې عمران خان ووئيل پاكستان د نائن الېون پېښې سر?? هېڅ تعلق نه لري۔ القاعده افغانستان كښې وه?? د ??ائن الېون پېښې نه وروستو مونږ بايد خپل پوځ جنګ كښې شامل كړے نه وے۔ د افغانستان په اړه وزيراعظم ووئيل پاكستان ګاونډي هېوادونو كښې امن غواړي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ 70 زره نه د زياتو ځانونو قرباني وركړې ده۔ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمت یار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د افغانستان پخواني وزيراعظم په اوسنو ټاكنو كښې برخه واخسته او هغه د خپلو هېواد قانون مني۔ ما د افغانستان د قومی مفاهمت اعلیٰ کونسل چیئرمېن عبداللہ عبداللہ سر?? هم خبره كړې چې په جنګ ځپلي هېواد كښې مونږ د چا طرف ته هم نه يؤ۔ مونږ يوازې دا غواړو چې افغانستان كښې كوم هم نوې حكومت راشي په هغې دې د هند اثر نه و?? دغسې چې د ګاوندي هېواد خاوره د پاكستان په ضد و نه كارولې شي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان كښې د رائې څرګندونې آزادي د غربي هېوادونو نه زياته ده۔ زه د آزادۍ ټكې ډېر احتياط سر?? كاروم۔ ما دوه لسيزې برطانيه كښې تېرې كړې دي دغلته د بهتان په اړه زيات قانونونه دي د بده مرغه پاكستان كښې داسې نشته?? د ??زيراعظم په حېث په ما ډېر بهتانونه لګېدلې دي۔ انصاف لپاره عدالت ته هم تلے يم?? د ??شرق وسطی امن په اړه د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل د پاکستان تحریک انصاف حکومت یمن كښې د ثالثۍ كردار ترسره كولو له وړاندې شو۔ دې لپاره ايران سر?? هم خبره وشوه او د سعودي عربستان محمد بن سلمان سر?? هم مونږ تماس ونيولو?? د ??تحدہ عرب امارات، بحرېن او سوډان اسرائیل سر?? د اړيكو په اړه عمران خان ووئيل هر يو هېواد خپله خارجه پالسېي لري ولې دا هېوادونه د خپل اولس سوچ كوي۔ پاكستان اسرائيل كله هم منلے نه شي۔ په دې معامله زمونږ دريځ ډېر ښكاره دے۔ زمونږ دريځ قائداعظم په كال 1948 كښې په ډاګه كړې وو چې مونږ اسرائيل تر هغه وخت منلے نه شؤ تر كومې چې فلسطيني اولس ته خپل حق وركړے ش??ے نه و???? د ??وې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ هېواد غريب ځكه دے چې دلته د وسائلو كمې دې?? د ??ېواد مشرتابه كرپټ پاتې شوې ده۔ په پانامه پېپرز كښې هر څه په ډاګه شول۔ پاكستان څخه كروړونه ډالرې پراپرټۍ اخستو له لندن ته و??ېږلې شول۔ د اپوزيشن په اړه د پوښتنې په ځواب كښې عمران خان ووئيل دوئي ما بلېك مېل كولې نه شي۔ زه به دوئي ته هېڅ ريليف ورنكړم۔ عمران خان ووئيل كله چې اقتدار مو ترلاسه كړو نو امپورټ 60 ارب ډالر او اېكسپورټ 20 اربه ډالره و???? د ??ېواد روپۍ كمزورې شوه چې ورسره ګراني راغله۔ مونږ د خپلې ريونيو زياتولو له ځينې څيزونه ګران هم كړل ولې اوس خپل ټېكس نېټ زياتوؤ۔ دې لپاره مونږ سخت اصلاحات هم كړې دي۔ د اصلاحاتو په اړه اپوزیشن پرېشانه دے كه مونږ كامياپ شؤ نو دوئي به د ك??پشن كېسونو كښې زندان ته ځي۔ هغه و??ئيل زما كورودانې يو پوهه مېرمن ده۔ حكومت كښې د مسئلو په اړه هغې سر?? خبره كوم۔ هغې سر?? په پېچلو چارو هم خبرې كېږي۔ هغه زما د ژوند ملګرې ده زه د هغې نه غېر كاميابېدې نه شم۔
په سیمه كښې هند ته د اهمیت ورکولو امریکائي چلند خامۍ لري۔ تمه لرؤ چې امريكا په نيولې شوي كشمير يو ډول پالېسي ولري۔ هند د نازي فلسفې په بنياد چلېدونكے فاشېسټ رياست دے۔ د وزيراعظم عمران خان د المان خپرونې ادارې سره مركه
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ