اسلام آباد۔11جنوری (اے پی پی) د روغتيا قامي ادارې (اېن آئی اېچ) وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 17 كېسونه رامخې ته شوي دي۔ د شورؤ په ورځ د اېن آئي اېچ لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 4 زره 23 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 17 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي دي چې ورسره د كورونا كېسونو مثبت شرح 0.37 فیصده پاتې شوه۔ بلخوا په دې مهال د كورونا د لاسه بل كوم رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 17رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د هېواد په نورو برخو كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال په پېښور كښې 402 ټېسټونو كښې د 1 ټېسټ په مثبت راتللو مثبت شرح 0.25 ٬ لاهور كښې په 685 كښې د 5 په مثبت راتللو مثبت شرح 0.73 فیصده ٬ كراچۍ كښې په 278 كښې د 4 په مثبت راتللو مثبت شرح 1.44 او اسلام آباد كښې په 404 ټېسټونو كښې د 1 ټېسټ په مثبت راتللو مثبت شرح 0.25 پاتې شوه۔
د كورونا وائرس نور 15 كېسونه رامخې ته شول٬ اېن آئي اېچ
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال