اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې حكومت د كرونده ګرو في اېكټر لګښت كمولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬ په هېواد كښې د يوريا په وخت پېداوار او د دې كرونده ګرو ته رسول دې باوري كړې شي٬ د يوريا قاچاق د لارې به د كرونده ګرو په حق د ډاكې اچولو چاته اجازه ورنكړم۔ د نيلم جهلم منصوبې په بحالۍ دې د كار رفتار تند كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په هېواد كښې د یوریا سرې پېداوار او كھپت او د ګرمۍ په موسم كښې د برېښنا لوډشېډنګ حوالې سره د يوې غونډې مشري كولو په مهال خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسی، وفاقي وزيرانو طارق بشیر چیمه، مخدوم سید مرتضی محمود، خرم دستګیر خان، وزیرمملکت ډاکټر مصدق ملک، د وزیراعظم صلاحكار احد خان چیمه، خاص مرستيالانو جخانزیب خان، طارق باجوہ او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته په هېواد كښې د يوريا سرې پېداوار او ددې د كھپت سره سره د يوريا صنعت ته د ګاز وركړې په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم ووئيل په تېر يو كال كښې حكومت د كرونده ګرو سكالي او د كركيلې څانګې ترقي خپله لومړۍ ترجيح جوړه كړې ده۔ ده هدايت وكړو چې د يوريا سرې د طلب او رسد دې نګراني وكړې شي۔ په هېواد كښې د يوريا په وخت پېداوار او د دې كرونده ګرو ته رسول دې باوري كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د يوريا قاچاق د لارې به د كرونده ګرو په حق د ډاكې اچولو له چاته اجازه ورنكړم۔ غونډه د ګرمۍ په موسم كښې د برېښنا د پېداوار او متوقع طلب په اړه هم خبر كړې كړې شوه۔ دغسې د نيلم جهلم منصوبې په اړه هم غونډې ته بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د منصوبې بحالۍ كار بشپړ كولو سره به د روان كال جولائي مياشت كښې دې څخه د كم مصرف برېښنا پېداوار يو وارې بيا پیل كړے شي۔ وزیرِ اعظم هدايت وكړو چې د نيلم جهلم منصوبې په بحالۍ دې د كار رفتار تند كړے شي او د ګرمۍ موسم كښې دې لوډشېډنګ لږ تر لږ وساتلې شي۔
حكومت د كرونده ګرو في ايكټر پېداواري لګښت كمولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری