اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د ايران صدر ابراهيم رئيسي په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي مظلومو فلسطينيانو لپاره د ابراهيم رئيسي غږ به په اسلامي نړۍ كښې تل ياد ساتلے شي ۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د ابراهيم رئيسي مرګ سره اسلامي نړۍ د يو عظيم لارښود څخه محرومه شوه ٬ د ارواښاد مرګ اسلامي نړۍ لپاره لوئې زيان دے۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ ترمېنځه د روابطو په قوي كولو كښې به د ابراهيم رئيسي کردار تل ياد ساتلے شي٬ ابراهيم رئيسي تېره مياشت د پاکستان دوره كړې وه او په دې د ابراهيم رئيسي پاكستان سره مينه او تړون واضحه ؤ٬ ده ووئېل ابراهيم رئيسي د پاکستان مخلص دوست ٶ٬ په نړيواله كچه به د ابراهيم رئيسي کردار تل ياد ساتلے شي۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری