اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف ووئيل چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د پارلماني پلاويو تګ راتګ سره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔ ده دا خبرې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د پاكستان پارلماني پلاوي په دې وروستيو كښې د افغانستان دورې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې د پلاويو تګ راتګ به د سيمه ايز امن او استحكام لپاره د شريك مقصد ترلاسه كولو لپاره مرستياله وګرځي
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ