اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د تېرو 4 كلونو په مهال د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام د لارې د هېواد پرمختګ او د معيشت استحكام او په خاص توګه د توان په كمي د قابو موندلو مسئله په خپلو وړومبو ترجيحاتو كښې ساتلې۔ د مئي كال 2017م نه به تر مئي كال 2018م په قومي ګرېډ كښې 10 زره مېګاواټه برېښنا شامله كړې شي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د نړيوالو مالياتي ادارو باور ترلاسه كېږي او د نړيوال بانك٬ اے ډي بي پك او آئي ډي بي پي پشان ادارې د اقتصاد او سماج په څانګو كښې اوسني حكومت سره كار كولو ته تيارې دي۔ اوسني حكومت د توان په مسئله قابو موندلو لپاره كار پېل كړے چې له مخې ئې د لنډې او اوږدې مودې په پروژو عمل روان دے۔ د چين په مرسته به د 8 نه په 10 كلونو كښې كښې 21 زره مېګاواټه برېښنا پېدا كړې شي۔ د توان بحران ختمولو لپاره د بړېښنا د غلا مخ نيوي او د واجباتو لپاره بشپړ كمپائن چلولې شي
ترمئي كال 2018م به په قومي ګرېډ كښې 10 زره مېګاواټه برېښنا شامله كړې شي
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن